د عامه کتابتونونو رياست او يو شمېر همکارو بنسټونو ترمنځ د همږغۍ ناسته وشوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱۱
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئيس حافظ نعمت الله منتظر په خپل کاري دفتر کې د يو شمېر همکارو بنسټونو له استازو سره د همږغۍ ناسته وکړه.
 په دې ناسته کې د ارتباطاتو (TLO) مؤسسې، شانتي (SVA) مؤسسې، د کابل پوهنتون د کتابتون آمر، او د (ESA) مؤسسې استازو ګډون کړی وو.
 د غونډې موخه "د کابل کتاب فستيوال ۲۰۲۵" تر عنوان لاندې د يوه نړيوال کنفرانس پر جوړولو هر اړخيز بحث او د نظرونو تبادله وه، چې تر څنګ يې په روان کال کې د نورو ګډو غونډو او برنامو د همږغۍ پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS