د عامه کتابتونونو رئیس د پنځمې او شپږمې ناحیې له کتابتونونو څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۳۲
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د ناحیوي کتابتونونو د آمر په ملتیا د پنځمې او شپږمې ناحیې له عامه کتابتونونو څخه لیدنه وکړه. 
د لیدنې پر مهال ښاغلي صمیم د کتابتونونو له عمومي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او د کتابتونونو مدیرانو ته یې د وخت پر پابندۍ او د کتابتونونو پر لا ښه تنظیم او ترتیب ټینګار وکړ.
همدارنګه نوموړي د یادو ناحیو د کتابتونونو مسؤلینو ته لړ اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه؛ کتابتونونه باید هره ورځ پر ټاکلي وخت د مراجعینو پر مخ پرانېستي وي.

۱۴۴۷/۲/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS