د عامه کتابتونونو رئیس د خصوصي کتابتونونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۱:۳
..

د عامه کتابتونونو ریاست رئیس حافظ نعمت الله منتظر په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر خصوصي کتابتونونو له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.
 په ياده لیدنه کې د خصوصي کتابتونونو مسؤلینو هر یوه جلا جلا د خپلو فعالیتونو راپور د عامه کتابتونونو له رئیس سره شریک کړ، دوی همداراز د خپلو ستونزو يادونه وکړه او د حل په اړه يې د احتمالي لارو چارو په هکله وغږېدل.
د غونډې په پای کې د عامه کتابتونونو رئیس د دوی د فعالیتونو ستاینه وکړه او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۶/۱/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۴ ھ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS