د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو تر عنوان لاندې ازرې ولسوالۍ کې مشاعره وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۹
...

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکاري د ازرې ولسوالۍ اړوند منګلو درې سیمه کې د مشاعرو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د وروستي فرمان ترعنوان لاندې مشاعره جوړه شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د ګڼ شمېر امارتي ادارو مسؤلينو، ځوانانو، قومي مشرانو او شاعرانو ګډون کړی وو.
دوکتور رفیع الله صمیم د مشاعرو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د وروستي فرمان په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ډېر د ویاړ ځای دی، چې د ازرې ولسوالۍ یوه ښکلي طبیعي سیمه کې له ځوانانو سره یو ځای د مشاعرې ګډونوال یو.
ښاغلي صمیم د ادب، شعر، شاعرۍ او نورو علمي برخو کې ځوانانو ته یو لړ سپارښتنې وکړې او هم یې د مشاعرو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورستی فرمان د ټولنې د دغه مهم قشر لپاره خورا اړین او ګټور وباله.
همدا راز د مشاعرې په ترڅ کې ګڼو شاعرانو او ترانه ویونکو خپل ترتیب کړي شعرونه، نظمونه او ترانې له ګډونوالو سره شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ازرې ولسوالۍ اکبرخېلو چینه کې د فرهنګي خوځښت تر عنوان لاندې مشاعره جوړه شوې وه.

۱۴۴۷/۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

لغمان کې د خپرونو چارو معين د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد لغمان ولايت ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

BACK TO NEWS