د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د ښه تطبیق په موخه د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه
د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او حکمونو د لا ښه تطبیق او عملي کولو په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، علمای کرامو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانان ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرامین د ټولنې د نېکمرغۍ او د ناسمو دودونو د له منځه وړلو لپاره عملي کېږي، په دغو فرامینو کې د نارینه او ښځو حقوق د اسلام مبارک دین له نظره په سمه توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل د ټولنې د بدبختیو مخنیوی د اسلام د مبارک دین په عملي کولو او د شرعي نظام په بشپړ تطبیق سره ممکن وبلله او زیاته یې کړه؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرامین د اسلامي شریعت له اصولو سره سم جوړ شوي او پلي کول يې پر ټولو لازم او واجب دي.
ورته مهال د بټي کوټ ولسوال قاري محمد یاسر حقاني او د خلکو په استازیتوب څو تنو ګډونوالو وویل: دا د خوښی ځای دی، چې د فرامینو او حکمونو د تطبیق په موخه ولسي غونډې ترسره کېږي، نوموړي ژمنه وکړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او حکمونو د عملي کولو په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
۱۴۴۷/۴/۲۲ هـ ق
