د "شکوه و پهنۀ زبان پارسي" کتاب مخکتنه وشوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۱:۴۰
د "شکوه و پهنۀ زبان پارسي" کتاب مخکتنه وشوه

د غلام محمد محمدي تاليف ”شکوه و پهنۀ زبان پارسي” کتاب نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې مخکتنه وشوه .
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د دغه کتاب د مخکتنې په غونډه کې چې يوشمېر ليکوالو او د ادب يوشمېر مشرانو په کې ګډون کړی و، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق د فارسي ژبې د تاريخي تګلوري په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: زموږ په تمدني حوزه کې د فارسي ژبې مرغلره له زياتو ستونزو سره مخ وه، له عربو څخه د چنګېز تر يرغل او زموږ د هېواد تر ويجاړولو پورې .
هغه پر نورو ژبو د فارسي ژبې د اغېزمنتوب په تاريخي مدارکو د استنباط خبره هم وکړه او زياته يې کړه: دا زموږ کار دى چې د فارسي ژبې څېړنه ډله یيزه کړو.
هغه زياته کړه چې د ناسم درک له امله يوشمېر خلک فارسي او دري ژبې له يو بل څخه جلا بولي؛ په داسې حال کې چې فارسي او دري يوه ژبه ده او يواځې لهجې يې سره توپير لري .
شېوای شرق د ”شکوه و پهنۀ زبان پارسي” کتاب له مولف غلام محمد محمدي سره ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغه د آثارو په چاپولو کې ورسره همکاري کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين وويل: دغه وزارت د هېواد د ليکوالو د هڅولو او درناوي په خاطر په اوونۍ کې څلور ځل د کتاب د مخکتنې پروګرامونه ترسره کوي .
د ” شکوه و پهنۀ زبان پارسي” کتاب د غلام محمد محمدي تاليف دى او د زرو ټوکو په تیراژ په ٤٨٩ مخونو کې چاپ شوى دى او په هغه کې د فارسي ژبې د منشا، مقام، ودې او د هغو بدلونونو په اړوند چې دغه ژبه ورسره مخ شوې ده، څېړنې شوې دي.
غلام محمد محمدي لس چاپ شوي کتابونه لري او اته نور اثار يې چاپ ته چمتو دي .

کابل/ د سلواغې ١٤مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS