د شيخ جمال الدين بابا لرغوني زیارت څخه ليدنه وشوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۶:۵۵
..

دوشنبه ( ۱۶ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست فرهنګي پلاوي سيدآباد ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دغه ولسوالۍ په سیاه چوب کلي کې د شيخ جمال الدين بابا له تاريخي زيارت څخه ليدنه وکړه.
یاد زيارت د سیدآباد ولسوالۍ شمال ختيځ لورته د سیاه چوب کلي په هديره کې موقعيت لري، چې د سيمې د خلکو په وينا سلګونه کاله تاريخي مخينه لري.
 د شيخ جمال الدين بابا زيارت په همدې کلي کې مېشت د سيدانو قوم  مشر ته منسوبيږي، چې يو روحاني شخصیت تېر شوی او په همدې هديره کې یې ځينې او لادونه هم ور سره دفن شوي.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر شفيق الله فضلي یاد زیارت يو لرغونی زیارت وبللو او ويې ويل: نوموړی زیارت به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره ثبت او راجستر کړي.
د يادونې وړ ده، چې یاد فرهنګي پلاوی به سبا د سیدآباد ولسوالۍ له ځوانانو سره د ولسوالۍ په مقام کې مشورتي ناسته ولري او د دغې ولسوالۍ له نورو تاريخي آبدو څخه به هم ليدنه وکړي.

۱۴۰۳/۵/۲ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۳ میلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS