د شهید امام زاده یحیی بن زید د زیارت د انګړ بیارغونې چارې پیل شو
د شهید امام زاده یحیی بن زید د زیارت د انګړ بیارغونې چارې د دوه نیم میلیونو افغانیو په ارزښت د ځايي خلکو په مالي ملاتړ د سرپل ولایت مقام دفتر رئیس مولوي سلیمان وهاج، د اطلاعاتو او کلتور، حج او اوقافو ریاستونو استازو او د ځایي خلکو په شتون کې پیل شو.
د انجنیرانو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په دې پروژې کې د یاد زیارت لویدیځه ساحه د ۲۰ مترو په طول او ۵۸ مترو په عرض مرمر کاري کیږي، همدارنګه د دوو پلو لارو د بیارغونې ترڅنګ د موټرو لارې جوړول، دوه شنې ساحې جوړول او د یاد زیارت شمالي، جنوبي او ختیځې برخې مزایک کاري د دغې پروژې له عمده برخو څخه شمېرل کیږي.
د سرپل ولایت مقام دفتر رئیس مولوي سلیمان وهاج وویل: د لرغونو ځایونو ساتنه او بیا رغونه د خلکو او حکومت ګډ مسؤلیت دی او د ولایت مقام د خلکو له دې اقدام څخه د مننې ترڅنګ د لرغونو ځایونو د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د اطلاعاتو آمر د یاد زیارت اهمیت ته په اشارې وویل: د شهید امام زاده یحیی بن زید زیارت د سرپل ولایت له مهمو لرغونو آبدو څخه شمېرل کیږي، د دې ځای بیارغونه د سرپل ولایت د لرغونو او فرهنګي ځایونو په ساتنه کې مهم رول لري.
۱۴۴۷/۶/۱۰ هـ ق
