د شمال ختیځ زون لپاره د TLO موسسې مسؤل د بغلان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل
نن پنجشنبه ۱۴۴۴/۹/۲۲ هـ ق، د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په دې ولایت کې د TLO موسسې له مسؤل سره د کلتوري، ادبي او مطبوعاتي فعالیتونو د ودې او د حکومت او ملت ترمنځ د همغږۍ په پیاوړي کېدو بحث او خبرې وکړې.
شمال ختیځ زون کې د TLO موسسې استازي سیدغفورهاشمي وویل، دغه موسسه د افغانستان د خلکو غږ پروژې په چوکاټ کې هڅه کوي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ کلتوري، ادبي، ولسي او مطبوعاتي خپرونې ترسره کړي، چې له امله به یې د خلکو او حکومت ترمنځ د همکارۍ روحیه پیاوړې او واټن راکم شي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د TLO مسؤلینو سره په لیدنه کې د ادبي، کلتوري او مطبوعاتي غونډو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د بغلان ولایت په بیلابیلو سیمو کې اړتیا ده چې د حکومت او ملت تر منځ د همغږۍ د پیاوړي کېدو په موخه د TLO او نورو بنسټونو په مرسته غونډې ترسره شي تر څو د حکومت مشران د ولس په نبض پوه او په سیمه ییزه کچه یې ټولې شته ستونزې هوارې کړي.
هاشمي هیله څرګنده کړه چې نه یوازې دا چې دا ډول غونډې به د حکومت او ملت ترمنځ د همکارۍ روحیه پياوړې کړي بلکې د ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي ستونزو په حل کې به هم اغېزمنې تمامې شي.
