د شش پل له لرغونو سمڅو څخه څارنه وشوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۱:۲۱
...

د بامیان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس قاري سید مصطفی صالح د يوه پلاوي په مشرۍ د دې ولايت د شش پل له لرغونو سمڅو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي صالح وویل: له دې څارنې څخه يې موخه د سمڅو د وضعيت څېړنه او د دې ځای له اوسېدونکو سره لیدنه وه.
نوموړي له ځايي اوسېدونکو سره په لیدنه کې د لرغونو ځايونو د ساتنې او ارزښت په اړه خبرې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې د تاريخي او لرغونو ځايونو او آثارو په ساتنه کې له اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي.
همدا راز ښاغلي صالح د (۰۱۲) قطعې منسوبينو ته هدايت وکړ، تر څو له لرغونو سيمو څخه په کلکه څارنه وکړي، او څوک خپلسريو ودانيو جوړولو ته پرېنږدي.

۱۴۴۶/۱۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS