د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ پایلي اعلان شوې

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۴۷
..

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو د خصوصي مکاتبو زده کوونکو ترمنځ (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل: ځوانان د هېواد راتلوونکي دي، که ځوانان غواړي، چې هېواد مو له سیالانو سره سیال شي، د هېواد ابادۍ، پرمختګ او د اسلامي نظام ساتنې په موخه دیني او عصري علومو زده کړو ته مخه کړئ. 
ښاغلي جوهري زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې دې ته ورته  سیالۍ، پروګرامونه او علمي سیمینارونه د ځوانانو فکري ودې او د فکري انحراف مخنیوي په موخه جوړ کړي. 
ورته مهال د ځوانانو چارو امر د یادې سیالۍ پایلې اعلان کړې او زیاته یې کړه، چې د سیالۍ پارچې د یوې ځانګړې کمیټې له لوري په شفافه توګه وکتل شوې، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو سره وستایل شول.

۱۴۴۸/۴/۱ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS