د شاعرانو او لیکوالانو د هڅونې په موخه فرهنګي پروګرام جوړ شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت، یوناما دفتر او ESA موسسې په ګډه همکارۍ د شاعرانو او لیکوالانو د هڅونې په موخه په عامه کتابتون ریاست کې فرهنګي پروګرام ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمت الله منتظر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس محمد شفیق احمدزي، یو شمېر لیکوالانو او شاعرانو ګډون کړی وو.
په پېل کې د عامه کتابتونونو ریاست رئیس نعمت الله منتظر ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې چې د عامه کتابتونونو ریاست به لیکوالانو او شاعرانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې د یوناما استازې د فرهنګ پر ارزښت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې هنر او ادبیات د ټولنې لپاره اړین دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د شعر او ادب پر اهمیت خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې به له لیکوالانو او شاعرانو سره مرسته وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس محمد شفیق احمدزي د شعر پر ارزښت خبرې وکړې او له نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره مرسته وکړي.
د پروګرام په پای کې شاعرانو او لیکوالانو خپل شعرونه او لیکنې واورولې، چې د ګډونوالو د خوښي وړ وګرځېدل.
۱۴۴۶/۸/۲۷ هـ .س
۱۴۰۳/۱۲/۸ هـ . ل
