د سیمه‌ییزو رسنیو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۳۲
...

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د سیمه‌ییزو رسنیو له استازو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ او پر وخت او کره معلوماتو د خپرولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د رسنیو ستونزې وڅېړلې او رسنیو ته د ارتباطي چینلونو له لارې د معلوماتو د رسولو پر څرنګوالي او د اطلاع‌رسونې پر وضعیت خبرې وکړې. نوموړي ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي، ترڅو د معلوماتو د شریکولو په بهیر کې هېڅ ډول خنډ رامنځته نه شي.
د سیمه‌ییزو رسنیو استازو، خبریالانو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه او د ورته غونډو جوړول یې د اطلاع رسونې په برخه کې مهمې وبللې.

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS