د سیاحتي شرکتونو جوازونه به له دې وروسته برېښنایي بڼه خپله کړي

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۳۲
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت ‌الله جمال هرات ولایت کې د یو شمېر سیاحتي، زیارتي، درماني او آنلاین خدمتونو د شرکتونو له مسؤلینو سره ولیدل.
ښاغلي جمال د سیاحتي شرکتونو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو خبره وکړه او ویې ویل: ډېر ژر به د سیاحتي شرکتونو جوازونه په معیاري، ډیجیټلي بڼه او له نوې طرحې سره ووېشل شي، فعال شرکتونه به وکولای شي، چې له یوه جواز سره څو نمایندګۍ پرانیزي.
نوموړي زیاته کړه؛ د هېواد په پولو او هوایي میدانونو کې به ځانګړی ډیټابیس جوړ شي، چې دا پروګرام د ګرځندویانو د سفرونو د اسانتیا او د هغوی د امنیت د تامین په موخه تطبیقیږي.
بل لور ته د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د اوسنیو ننګونو تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوې تګلارې هرکلی وکړ او د پوره همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
دوې وايي: د جوازونو د معیاري او ډیجیټل کولو لپاره د وزارت نوې طرحه یو مهم ګام دی، چې هم شفافیت رامنځته کوي او هم شرکتونه پیاوړي کوي، له دې بهیر څخه ملاتړ کوو او هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو.

۱۴۴۷/۲/۶ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS