د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د اتحادیې مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل
په ننګرهار کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د اتحادیې مسؤلینو د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي نور محمد حنیف سره وکتل.
یادو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره د سیاحتي او زیارتي شرکتونو اړوند پر یو شمېر ستونزو بحث وکړ او یاد شرکتونه یې د دغه ریاست اړوند وبلل او په دې اړه یې د قانوني فعالیتونو ژمنه وکړه.
ورپسې ښاغلي حنیف دوی ته د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.
۱۴۴۵/۵/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۸ هـ ش
