د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو او د اړوندو امارتي ادارو له استازو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې
سه شنبه( ۱۹ د محرمالحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرتالله جمال په مشرۍ د زيارت کوونکو د ستونزو د حل او ورته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته د ګرځندوی معینیت په تالار کې ترسره شوه.
د ناستې موخه د ویزې اخیستلو او د سفر په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د زیارت کوونکو امنیت تأمینول، د سیاحتي جوازونو ترلاسه کول او تمدید او دې سکتور ته د یو واحد طرزالعمل چمتو کول و.
مولوي قدرتالله جمال د افغان زيارت کوونکو د سفرونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی، چې دوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
وروسته د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو استازو د سیاحتي چارو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو له امله د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه مننه وکړه او خپل وړاندیزونه، نظریات او غوښتنې یې شریکې کړې، چې د معین صاحب له لوري ورته د هر اړخیزې همکارۍ او د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.
د يادونې وړ ده، چې تر غرمې وروسته د کورنیو چارو، عدلیې، مالیې وزارتونو او امنیتي ادارو له استازو سره هم د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو د اتحادیې ستونزې له وزارتونو او امنيتي ادارو سره شریکې شوې، چې د یادو وزارتونو او ادارو استازو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
۱۴۰۴/۴/۲۴ هـ ل
