د سلطان محمود غزنوي د روضې پارک د بیا رغونې پروژه ترسره او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
د بیا رغونې د دې پروژې مراسم چې د غزني ولایت په سلطان محمود غزنوي روضه کې جوړشوي و، داطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي، په کابل کې د ترکیي سفیر جنک اونال، د غزني والي مولوي عبدالصمد جاوید او نورو ګڼو امارتي مسؤلینو او ولسي مخورو پکې برخه اخیستي وه.
د هنر او فرهنګ معین د خپلې وينا پرمهال وویل: د ترکیی هیواد اړوند تیکا فرهنګي بنسټ څخه مننه کوو، چې د سلطان محمود غزنوي د مقبرې اړوند پارک او ملحقاتو د بیارغوني پروژه يې بشپړه کړه، د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه کې د ترکیی هیواد ونډه د دواړو هیوادونو د تاریخي مشترکاتو او اړیکو ثبوت وړاندي کوي.
ښاغلي عزیزي د سلطان محمود غزنوي په ژوند، شجاعت او تاریخي شخصیت هر اړخیزې خبرې وکړې، هغه یې د اسلامي نړۍ مسلمان امپراطور او د اسلامي فرهنګ علمبردار یاد کړ.
همدا راز معين صاحب د غزني خلکو د علمي او فرهنګي اړتیاوو پوره کولو په برخه کې د سلطان محمود غزنوي په روضه کې د یوه علمي او فرهنګي کتابتون او موزیم جوړولو ژمنه هم وکړه.
د تیکا د ادارې مشر د یادې پروژې د تر څنګ د هغه پروژو په اړه هم معلومات وړاندې کړل چې تیکا یې په افغانستان کې پلي کوي.
د ترکیې سفیر جنک اونال د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې او سلطان محمود غزنوي يې د ترکیی او افغانستان د ولسونو ترمنځ ویاړلی او تلپاتی شخصیت وباله، ښاغلي اونال ژمنه وکړه، چې ترکیه به په غزني کې د تاریخي ابداتو په رغونه کې نوره ونډه هم واخلي.
د غزني والي مولوی عبدالصمد جاوید هم د تیکا بنسټ او ترکیې له سفیر څخه مننه وکړه، چې غزني ته یې اهمیت ورکړی او د سلطان محمود غزنوي د روضي او مرقد په جوړونه کې یې برخه اخیستې ده.
۱۴۴۷/۶/۵ هـ ق
