د سرپل عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ورکړل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۰:۵۷
ghj

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون ته ۵۳۵ ټوکه بېلابېل کتابونه ورکړل.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما وویل: د دې ریاست عامه کتابتون د ځوانانو او د کتاب ‌مینوالو لپاره خلاص دی، تر څو له علمي او کلتوري منابعو څخه ګټه واخلي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې مطالعه د ځوانانو د فکري او علمي ودې سبب کېږي او د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم رول لري.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر وویل: دغه کتابونه د مطالعې کلتور د پیاوړتیا او د ځوانانو د علمي سویې د لوړولو په موخه دې ولایت ته لېږل شوي دي.
په ورته وخت کې د سرپل د والي د دفتر رئیس مولوي سلیمان وهاج د دې اقدام ستاینه وکړه او ځوانان یې د علم زده کړې او کلتوري پراختیا په برخه کې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه د خپلې پوهې د زیاتوالي لپاره ګټه واخلي.

۱۴۴۶/۹/۲۵ ل
۱۴۰۴/۱/۵ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۳۳
Background image

لغمان کې یوه لرغونې سیمه کشف شوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو دایمي پنډغالي سره د تورغره په لمن کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې چې تاریخي مخینه یې د بودیزم دورې ته رسیږي.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

BACK TO NEWS