د سرپل د بلخاب ولسوالۍ له تاريخي آبداتو ليدنه وشوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۵:۱۹
..

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس ملا عبدالغفار حقنما، د ملي راډيو تلويزيون آمر عبدالخالق حماد او د فرهنګ او ګرځندوی آمر عبدالمالک بلوچ بلخاب ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د مير سيد علي او مير سید حسین له مقبرو او د پیر غوله له جهيل څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کتلور رئيس وویل: د مير سید علي مقبره د سرپل ولايت يو له لرغونو تاريخي آبدو څخه ده، چې شاوخوا ۶۰۰ کاله تاريخي لرغونتوب لري، همداراز د پير غوله جهيل هم ددې ولسوالۍ يو له سياحتي او تفريحي ځايونو څخه دی، چې د هيواد په کچه يو له بې مثاله ځايونو څخه ګڼل کيږي.
نوموړي له خلکو سره د ليدنې پر مهال د تاريخي آبدو او لرغونو ځايونو په اړه وويل: د لرغونو ځايونو او تاريخي آبدو ساتنه د يو ملت د هويت ساتنه ده، باید په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړئ.
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما د خپلو سفرونو په ترڅ کې د سرپل ولايت سانچارک ولسوالۍ ته هم د رسمي سفر پر مهال د يادې ولسوالۍ له ولسوال حاجي عنایت الله خیرانديش، امنيه قوماندان او د ولسوالۍ له نورو مسؤلينو سره هم ليدنې وکړې.
نوموړي د ليدنو په ترڅ کې ځوانان د ټولنې مهم قشر وباله او ويې ويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست يو له مهمو موخو څخه د يووالي رامنځته کول او ځوانانو ته د تعليمي او کاري فرصتونو برابرول دي.

۱۴۴۶/۳/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۳۱ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS