د زابل لیکوالان او ځوانان وايي د هېواد اوسنی رښتنی انځور تر نړیوالو رسوي
دا څرګندونې د زابل لیکوالانو او ځوانانو د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د اسلامي امارت د ویاند دفتر څخه د راغلي باصلاحیته پلاوي لپاره اطلاعاتو کلتور ریاست کې جوړه شوې وه،د زابل ځوانانو او لیکوالانو وویل، پرټول هېواد د امن له خوریدلو وروسته ژوند ښکلی شوی او ګوري چې بیلابیلو برخو کې د پرمختګ حرکتونه پیل شوي دي.
د زابل لیکوالانو او ځوانانو د هېواد پر اوسني وضعیت خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه؛ دا یې مسؤلیت دی ترڅو د هېواد اوسنی ښه انځور تر نړیوالو ورسوي او د وطن پرمختګ کې برخه واخلي، هغوی وویل خپله قلمي مبارزه کوي او د حق لپاره به تل هسک روان وي.
د اسلامي امارت د ویاند دفتر څخه د راغلي پلاوي مشر او د ټولينزو شبکو مسٶل مولوي شمس الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې ځوان لیکوالان په اوسني وخت کې یوالي ته را وبلل او زیاته یې کړه چې اوس وخت د رسنیو رول خورا مهم او کولای شي د هېواد بیارغونه کې د خلکو په ښه انسجام کې مهم رول ولوبوي ځکه نو ځوانانو او لیکوالانو ته لازمه ده چې خپل قلمونه د پرمختګ، یووالي او ښې راتلوونکې لپاره وچلوي.
د زابل اطلاعاتو کلتور رئیس له راغلي پلاوي مننه وکړه چې زابل ته راغلی او له لیکوالو او ځوانانو سره ویني هغه وویل: د زابل لیکوالان او ځوانان د یوه واحد هدف لپاره کار کوي او په رسنیزه برخه کې یې د ټولنیزو رسنیو پرمټ خپل مسؤلیت ادا کړی.
۱۴۴۵/۵/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۳ هـ ش
