د زابل عامه کتابتون ته ۳۹۸ ټوکه نوي کتابونه راوړل شوي

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۸:۲۸
....

د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون لپاره د ياد کتابتون د مدیر ملا ضیاء‌الحق ضیاء په هڅو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو له رياست څخه ۳۹۸ ټوکه د بېلابېلو برخو کتابونه راوړل شوي، چې د مطالعه کوونکو خدمت ته وړاندې شول.

 د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت‌الله حماد د عامه کتابتون د غني کولو په برخه کې د کتابتون د مدیر هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د زابل عامه کتابتون د غني کولو په برخه کې به هڅې نورې هم ګړندۍ کوي.

له مرکز کابل څخه نويو راوړل شويو کتابونو کې اسلامي، فکري، ټولنیز، ادبي، مسلکي او د زده‌کړه‌ییزو برخو کتابونه شامل دي چې د زابل د مطالعه کوونکو لپاره به ګټور تمام شي.

۱۴۴۵/۷/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱۴ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS