د زابل خبريالان او رسنۍ د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره سم خپرونې کوي او رسنیزه برخه کې راسره همکاري کوي
یادې څرګندونې د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله حماد د زابل والي مولوي قدرت الله ابوحمزه لخوا د خبریالانو ستونزې اورېدلو په پار جوړه شوې ناسته کې وکړې، چې پر مهال یې د یاد ولایت یوشمېر خبریالانو او د ملي راډیو تلویزیون کارکوونکو ګډون درلود.
ښاغل حماد د خصوصي او دولتي رسنیو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ترڅنګ یې د ولایتي مشرتابه له همکارۍ مننه وکړه او زياته يې کړه چې ولایتي اداره دي له رسنيزې برخې سره لا نوره همکاري هم وکړي.
ورپسې خبریالانو له والي صاحب سره شته ستونزې شریکي کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
په پای کې د زابل والي صاحب له ټولو زابلي خبريالانو مننه وکړه چې په کمو امکاناتو يې په ولایتي کچه خپل رسالت په ښه توګه ادا کړی، د نوموړي په خبره رسنۍ که په ریښتیني ډول کار وکړي نو د يوه نظام بقاء ده او د ملا د تير حيثيت لري؛ ځکه نو لازمه ده چې رسنۍ د اسلام او هېواد لپاره کار وکړي او نړیوالو ته يو ښه انځور وړاندې کړي.
همداراز ښاغلي ابوحمزه خبريالانو او د رسنیو مسؤلينو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي او اړوند برخو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ستونزو ته به یې پر وخت رسيدګي کيږي.
۱۴۴۴/۷/۱۰ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۱۲ هـ ش
