د ریاست الوزراء لومړي مرستیال د جاپان له سفیر سره وکتل
د ا.ا.ا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر سره وکتل او دواړو لورو پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري مرستو او ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر وویل، په افغانستان کې اوس امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی او هېڅ چا ته خطر نشته. نوموړي زیاته کړه، موږ د جاپان په ګډون د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او له هغوی سره په ګډه د افغانستان د ابادۍ لپاره کار کولو ته ژمنتیا لرو. ملا برادر اخند وویل، په اوسني وضعیت کې د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د نهه میلیارده ډالرو کنګل کېدل او نور بندیزونه بشردوستانه نه دي او دوی باید ژر تر ژره دغه پیسې خلاصې کړي.
د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وویل، موږ د ا.ا.ا سره یوځای کار کوو او په راتلونکي کې به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو. نوموړي زیاته کړه، هغه مرستې چې دوی یې له افغانانو سره کوي، باید په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.
ملا برادر اخند وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ډیپلوماتانو امنیت خوندي دی، باید هیوادونه له نورو ځایونو څخه د سفارتي چارو د پرمخ وړلو پر ځای په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.
ملا صاحب سفیر ته ډاډ ورکړ چې هغه مرستې چې نړیوال یې له افغانانو سره کوي، په شفاف ډول به تر اړمنو خلکو ورسېږي.
