د روزګان له لیکوالانو او فعاله ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وشوه
د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت له لیکوالانو او فعاله ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وکړه، چې پکښي د فرهنګي همکارۍ، د فکري مبارزې، د اسلامي ارزښتونو د ترویج، او د سالمو تبلیغاتو پر لارو چارو بحث وشو.
مولوي رحمت الله ریحان د خپلو خبرو پر مهال وویل: لیکوالان او ځوانان د ټولني د ذهن جوړوني اساسي بنسټونه دي، د اسلامي امارت او نظام د پیاوړتیا لپاره د دغو قشرونو رول خورا مهم دی، موږ باید د خپلې ټولنې افکارو ته د اصلاح او پرمختګ مسیر ورکړو، او د فکري انحرافاتو او ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسو.
فعاله ځوانانو هم د اسلامي امارت او نظام سره خپل پوره ملاتړ څرګند کړ او ويې ویل: دا زموږ دیني او ملي مسؤلیت دی، چي د اسلامي نظام ملاتړ وکړو، د ځوانانو فرهنګي مبارزه باید د اسلامي ارزښتونو د ترویج، د ملي وحدت او د سالم فکر د خپرولو لپاره وي، ځوانان باید د خپلو قلمونو، نظرونو او نوښتګرو فعالیتونو له لارې د ټولني ذهنونه مثبت لوري ته برابر کړي او له هر ډول منفي او بې بنسټه تبلیغاتو سره فکري مبارزه وکړي.
د غونډې ګډونوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه غوښتنه وکړه، چې د لیکوالانو او ځوانانو د فعالیتونو لپاره لا زیات فرصت او زمینه برابره کړي.
۱۴۴۶/۱۱/۱۴ هـ ق
