د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحي سباوون، د اطلاعاتو آمر، د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل، د رسنيو استازو او خبریالانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د اطلاعاتو آمر د رسنيزو فعاليتونو د جوازونو د تمديد او د رسنیو په اوسني حالت هر اړخیزې خبرې وکړې او د رسنيو له مسؤلينو څخه يې د رسنيو لپاره د پانګې اچونې د جوازونو غوښتنه وکړه.
ورپسې د فراه ولایت د خبريالانو خونديتوب کمېټې مسؤل د دغې ناستې موخه د خبريالانو او دولتي ادارو ترمنځ لا د ښې همغږۍ رامنځته کول ياد کړ.
دغه راز د رسنیو مسؤلینو په رسنیزه برخه کې خپل وړاندیزونه او شته ستونزې د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.
د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحي سباوون د رسنیو پر وړاندې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې وړاندیزونو ته به یې هم په وخت سره رسېدنه وشي.
۱۴۴۷/۲/۱۵ هـ ق
