د رسنیو مسؤلینو او امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۲
..

بادغیس کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیع ‌الله متقي په مشرۍ د رسنیو مسؤلینو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیع‌الله متقي ټینګار وکړ، چې خبریالان او د رسنیو مسؤلین باید د خبر او راپور لیکلو پر مهال د پردیو اصطلاحاتو لیکلو څخه مخنیوی وکړي او پر ځای دې د ملي ژبو معیاري اصطلاحات او کلمې وکاروي.
ښاغلي متقي زیاته کړه؛ رسني دې د اطلاعاتو خپرولو پر مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د ولایت مقام ویاند ادارې سره پوره همغږي ولري، ترڅو په منظمه، دقیقه او مسؤلانه توګه اطلاع رسونه وشي.
دغه راز د ناستې په لړ کې ګډونوالو د رسنیو سره د لا ښې همغږۍ، د رسنیزو زده کړو ظرفیت لوړول او ملي ژبو څخه د ښې استفادې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د ناستې په وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او رسنیو ترمنځ د متقابلو همکاریو پیاوړتیا باندې ټینګار وشو.

۱۴۴۷/۶/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS