د رسنيو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه
شنبه ( ۷ محرم ۱۴۴۶ ) د ميدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه تر سره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبيب الله مجاهد د غونډې په پيل کې د رسنيو له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې تر دې مهاله یې د ا.ا.ا. له اصولو او د ټولنې له فرهنګ سره سم نشرات کړي او له رسنيو سره همغږي يې لاسته راوړنه وبلله.
ښاغلي مجاهد د تېرې غونډې د پرېکړو په هکله يادونه وکړه او د رسنيو له لوري یې پر وخت او دقیق نشرات وستایل.
د رسنيو مسؤلينو په خپل وار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري له دوی سره د ښې همغږۍ او ستونزو ته يې د حل لارو پيدا کولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ هڅه کوو، چې د نظام کړنې تر ولس او د ولس ریښتیني غږ تر دولتي مسؤلينو په دقیق ډول ورسوو.
همداراز د غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو آمر د رسنيو له مسؤلينو غووښتل، چې د فعاليت جوازونه تمديد کړي.
د يادونې وړ ده چې له رسنيو سره د همغږۍ ورته غونډې هره میاشت په یاد ریاست کې د ستونزو او لاسته راوړنو شريکولو لپاره تر سره کوي.
۱۴۰۳/۴/۲۴ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۱۴ ميلادي
