د رسنيزو سرغړونو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه
یکشنبه( ۱۹ د ربيع الثاني ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت د معین ښاغلي مهاجر فراهي صاحب په مشرۍ د رسنيزو سرغړونو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه.
ياده غونډه کې چې د کمېسيون د غړو په شتون کې ترسره شوه، د رسنیو مالي ستونزو ته د حل او رسيده ګۍ په لارو چارو بحث وشو.
همدا راز د کمېسيون غړو د رسنيو د محتوايي غنامندۍ او د اړتيا پر اساس د رسنيزې محتوا د بڼې په جوړولو د بحث سربیره کمیسیون ته راغلي نورو موضوعاتو په اړه هم لازمې پریکړې وشوې.
۱۴۰۴/۷/۲۰ ھـ ل
