د خوست ولايت له لیکوالانو، شاعرانو، نعت او ترانه ویونکو، ممثلینو او فرهنګپالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۲۳
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئيس مولوي امان الله مستغفر خوست ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولايت له لیکوالانو، شاعرانو، نعت او ترانه ویونکو، ممثلینو او فرهنګپالانو سره د ادبي او فرهنګي هڅو د پراختیا او همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شاه حسين مسجدي له لیکوالانو او شاعرانو او ترانه ويونکو سره خپلې کړې ژمنې تازه کړې او ډاډ يې ورکړ، چې د خوست د فرهنګي شخصیتونو شته ستونزې به د وزارت له مسئولینو سره په همغږۍ حل کړي.
بل خوا بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستغفر د لیکوالانو، شاعرانو، نعت او ترانه ویونکو، ممثلینو او فرهنګپالانو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه یې د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت مشران د لیکوالانو، شاعرانو، نعت او ترانه ویونکو، ممثلینو او فرهنګپالانو د ستونزو د حل په موخه هڅې کوي، چې په همدې موخه د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري د اطلاعات او کلتور وزارت ته ځانګړی طرزالعمل چمتو او منظور شوی دی، تر څو یې په رڼا کې لیکوالان، شاعرانو، نعت او ترانه ویونکو، ممثلینو او فرهنګپالانو په ښه ډول خپلې چارې ترسره کړي او له همدې لارې ټولنې ته هغه څه وړاندې کړي، چې ورته ضرورت وي.
د خوست ولایت لیکوالانو، شاعرانو، نعت او ترانه ویونکو، ممثلینو او فرهنګپالانو د اطلاعاتو و کلتور وزارت مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ وويل: دا‌ چې خوست يو فرهنګي ولايت دی، د هنر او ادب د برخې ګڼ شمېر لوی لوی شخصیتونه لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري دې ورته لا زیاته پاملرنه وشي.
۱۴۴۶/۱۲/۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS