د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ( ترنم ستوري) تر سرليک لاندې سیالي تر سره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۳:۸
....


د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په انګړ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ترنم او فرهنګ رياست له لوري د ښوونځیو زده کوونکو او دیني مدارسو طالبانو تر مینځ د مرحوم جلال الدین حقاني په یاد کې (د ترنم ستوري) تر سرلیک لاندې علمي او کلتوري سيالي جوړه شوه.
د مسؤلینو په وینا د یادې سیالۍ له جوړولو څخه یې اساسي موخه د ښوونځيو زده کوونکو او ديني مدارسو طالبانو تر مینځ واټن له مینځه وړل دي. په دې اړه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې استازي عزت الله وویل: ورته پروګرامونه يي په راتلونکې کې په نورو ولایاتونو کې هم په پام کې دي، ترڅو وکولای شي چې ځوان ترنم کوونکي ستوري ومومي او پټ استعدادونه رابرسېره کړې.
ِ همدا راز د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت په خپلو خبرو کې د ښوونځیو زده کوونکي او مدارسو طالبان یووالي ته را وبلل او په وینا یې چې ښوونځی او مدرسه یوه ده.
د سيالۍ ګډونوالو یاده سیالي ګټوره وبلله او له مسؤلینو څخه يې غوښتنه وکړه چې په راتلونکې کې هم دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.


۱۴۴۵/۴/۳۰ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۳ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS