د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږي ناسته ترسره شوه 

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۱۴
...

د فراه ولایت اطلاعاتو او کلتور د رئیس محمد عبدالحی سباوون په مشرۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د همغږۍ ناسته ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو آمر، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي استازي او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولايتي استازي ښاغلی بصير سیلاب دغه ډول ناستې د ستونزو په حل کې ګټورې وبللې او ویې ویل: د رسنيو په برخه کې خورا ښه پرمختګ او اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحي سباوون له رسنیو سره د هر اړخيزې همکارۍ د ډاډ څرګندولو ترڅنګ وویل: د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په موخه به د امارتي ادارو سره اړینه همغږۍ وشي.

۱۴۴۷/۶/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS