د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۷:۵۳
sss

سه شنبه ( ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۵ )  د ننګرهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې په همکارۍ د بېلابېلو رسنيو مسؤلینو، خبريالانو او د حکومتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.
 د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي خبریالانو او د رسنيو استازیو ته په رسنیز ډګر کې د رامنځته شویو آسانتیاو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او په تېرو ناستو کې د یادو شویو ستونزو په اړه د ترسره شويو اجراآتو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي قریشي وویل: اطلاعاتو او کلتور رياست ځان مسؤل ګڼي، چې د رسنیو لپاره په ټولو برخو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره کار وکړي، خو رسنۍ او رسنوال هم باید د موجوده قوانینو په رڼا کې ټولنې او نړیوالو ته پر وخت کره معلومات ورسوي او د افغانستان رښتینی انځور دنیاوالو ته وړاندې کړي.
همداراز د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي، د ژورنالستانو د خونديتوب کميټې مسؤل يوسف ظریفي او یو شمېر نورو ژورنالستانو په ځینو موضوعاتو د بحث ترسره کولو سربېره د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هغو کړنو مننه وکړه، چې په ننګرهار کې يې د رسنيو استازو ته د معلوماتو ته د لاسرسي او نورو برخو کې ترسره کړي.

۱۴۰۳/۴/۱۳ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۳ ميلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS