د حماسي شاعر ارواښاد ملا درمحمد ګوهري د کلتوري او شعري خدمتونو د ستایلو په پار علمي سیمنار دایر شو
یاده غونډه د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د لوګر او هېواد په کچه د وتلي حماسي شاعر او فرهنګپال ارواښاد ملا درمحمد ګوهري د کلتوري او شعري خدمتونو د ستایلو په پار جوړه شوې وه، پکې زیات شمېر اداري مسؤلینو او فرهنګي شخصیتونو، شاعرانو، ادیبانو، ځوانانو ګډون کړی و.
په پیل کې یې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل، ارواښاد ګوهري، نه یواځې د اسلامي نظام، د ادب او دغه راز د ترانې او اشعارو له لارې د شل کلن مقدس جهاد د صفونو د تقویې په برخو کې بې شمېره خدمتونه ترسره کړي دي، بلکې د مبارزې د ډګر او سنګر د ګرم ساتلو په برخه کې یې هم د قلم په څوکه نه هېرېدونکي هڅې کړې دي.
ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې د ارواښاد ګوهري د آثارو د یو شمېر چاپ شوو ټولګو سربېره لا هم د آثارو ډیرې برخې ندي چاپ شوې، باید د یادو مسؤلینو په همکارۍ پاتې آثار یې را ټول او د کلیاتو په شکل چاپ او مینوالو ته یې وړاندې شي.
ورپسې د پښتو ژبې ماسټر استاد اتل مشواڼي د ارواښاد ګوهري په شعري سبک خپله ترتیب کړې مقاله وړاندې او هغه یې د رحمان بابا د سبک قوي لاروی وباله او له اړوندو مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې د شعري ټولګو په چاپ کې یې له هېڅ ډول همکاریو ډډه ونکړي.
همدارنګه د پکتیکا ولایت والي مولوي عبدالله حسیني وویل، ارواښاد ګوهري د قلم په څوکه او د شعر په ژبه د ولسونو، کونډو، یتیمانو او ټولنې داسې ترجماني وکړه، چې بېلګې یې ډېرې کمې موندلای شو، نوموړي زیاته کړه، ډېر د ویاړ ځای دی، چې نن د هېواد په کچه د داسې یو ستر صوفي، وطنپال او اسلام پال شاعر د یادونې په علمي سیمنار کې را ټول شوي یو، چې په شعرونو کې یې د ټولنې د چوپړ انځور له ورایه ښکاري.
دغه راز شاعر مستري زلمي، محمد نذیرز اهد، میرزمان زاهدمل او احمد ګل احمدي د ارواښاد ملا در محمد ګوهري په ستاینه کې ترتیب کړي شعرونه او ترنم له ګډونوالو سره شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې ارواښاد ملادر محمد ګوهري د برکي برک ولسوالۍ اړوند د ابراهیم خېلو سیمې په یوه دینداره کورنۍ کې په کال ۱۳۳۳ هـ .ل کې نړۍ ته سترګې وغړولې چې د لومړنیو زده کړو ترڅنګ له حقانیه دارالعلوم څخه هم فارغ شو، چې د خپل ژوند په دوران کې د بېلابېلو ادارو د مطبوعاتو د مسئول، ملي تلویزیون د هنر او ادب د رئیس او دغه راز د یو شمېر مجلو د مدیر په توګه هم پاتې شوی و. نوموړي د ۱۴۰۱ کال د دلوې میاشتې په ۱۰ مه د ۶۸ کلنۍ په عمر د نړۍ څخه سترګې پټې او د برکي برک ولسوالۍ اړوند د ابراهيم خېلو په سيمه کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
۱۴۴۴/۱۱/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۲ هـ ش
