د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر زده کوونکي وستایل شول
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي چې د صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، د یو غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق هم ګډون کړی و وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق د دغو نوښتګرو زده کوونکو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل: اسلامي امارت د نوښتګرو او خلاقو اشخاصو ملاتړ ته ژمن دی او دې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري
دغو زده کوونکو یو شمېر صنعتي وسایل (اسکواټر، تانګ، برقي جارو، د اوبو جوشولو اله، باروړونکي موټر او کشتۍ) جوړ کړي وو، چې د جوړولو لپاره یې له کاغذ، پلاستیک او برېښنايي مزي(کیبل)، قاشقو او کاک څخه استفاده کړې وه.
۱۴۴۸/۶/۱ هـ ق
