د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رياست د موزیم، آرشیف او کتابخانې د چارو د پرانستې مراسم ترسره شول
یکشنبه (۱۷ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د سمعي او بصري چارو ریاست کې د دې رياست د موزیم، آرشیف او کتابخانې د چارو د پرانستې مراسم ترسره شول.
جوړو شوو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد، د مرکزي ریاستونو رئیسانو، خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پيل کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست رئیس مولوي ذبيح الله نوراني د دې رياست د تېرو دريو مياشتو ګزارش وړاندې کړ او د راتلونکو پلانونو په اړه يې معلومات شريک کړل، نوموړي وويل: په تېره يوه پېړۍ کې پر افغانستان دريو سترو امپراتوريو یرغلونه کړي، خو د افغانانو په فداکارۍ سره یې ماتې خوړلې، نوموړي د جهادي آثارو، د مجاهدینو د سوانحو او د جهادي تاریخ په راټولولو ټینګار وکړ او ويې ويل: په همدې موخه ولايتونو کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې امريتونه او مديريتونه جوړ شوي دي، نوموړي په دې برخه کې له ټولو مجاهدینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه د غونډې ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال وویل: خوښ دی چې په دې مهمو مراسمو کې ګډون کوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلین په پوره عزم او اراده هڅه کوي، ترڅو د شهیدانو سوانح، د هغوی قربانۍ او د تېرو شلو کلونو جهاد او د روسانو او انګرېزانو په وړاندې د افغانانو د مبارزې تاریخ راټول کړي.
ښاغلي خيرخواه زیاته کړه؛ د شهیدانو یاد ژوندی ساتل د ټولو ګډ مسؤلیت دی، په سوانحو لیکلو کې باید صداقت او امانتداري په پام کې ونیول شي، حقايق بايد په هغه بڼه وليکل شي، په کوم ډول چې رامنځته شوي، تر څو د شهیدانو وینو سره خیانت ونه شي، د اسلامي امارت رهبري په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده.
د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې وویل: شل کاله وړاندې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان یرغل وکړ او افغانستان یې د پوځي، اقتصادي او فکري اشغال لاندې راوست، خو د الله تعالی په نصرت او د افغانانو په قربانیو سره يې ماته وخوړه، د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست هڅه کوي، چې د بګرام، پلچرخي او ولایتونو د زندانونو مستندات، د شهیدانو سوانح او د هغوی قربانۍ راټولې او راتلونکو نسلونو ته یې د تاريخي میراث په ډول پرېږدي، نوموړي له مجاهدينو وغوښتل، چې خپل جهادي آثار دې رياست ته وسپاري، تر څو په خوندي ډول وساتل شي، همدا راز يې له ليکوالانو، اديبانو او څېړونکو څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدا راز د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: مجاهدینو د خپلو ځانونو په قرباني کولو سره د جهاد ډګر ګرم ساتلی وو، اوس بايد موږ د هغوی د تاریخ او سوانحو په راټولولو او خوندي کولو کې خپله ونډه ادا کړو.
د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد هم ټینګار وکړ، چې د مجاهدینو د تاریخ او قربانیو ثبتول یو دیني او ملي مسؤلیت دی، تر څو راتلونکي نسلونه او د نړۍ مسلمانان د افغانانو د قربانیو او د اشغالګرو د ظلمونو او ماتې څخه خبر شي.
۱۴۰۳/۱۱/۲۸ ل
۲۰۲۵/۲/۱۶ ز
