د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس د پروان له والي سره وکتل

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴
rtyui

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح‌الله نوراني او د دې ریاست د تاریخي ارزښتونو رئیس حافظ حمدالله سعید د پروان له والي مفتی محمد ادریس انوري سره د مجاهدینو د جهادي خاطرو د کتاب د لیکلو په موخه وکتل.
د ليدنې په ترڅ کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح‌الله نوراني د پروان د مجاهدینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د دوی د جهادي فعالیتونو د ارزښت له امله دې ولایت ته ځانګړې پاملرنه کېږي، نوموړي زیاته کړه، چې د جهاد د حقایقو د مستند کولو لپاره طرحې او پلانونه چمتو شوي او عملي کار پرې پیل شوی دی.
نوموړي وویل: د مجاهدینو جهادي خاطرې به په اردو، انګلیسي، پښتو او دري ژبو چاپ شي او د پروان ولایت د مجاهدینو اړوند مهم موضوعات لکه د جهاد پیل، د شهیدانو کیسې او نور اړوند موارد به پکې شامل وي.
د پروان والي مفتی محمد ادریس انوري د جهادي ارزښتونو د ساتنې ریاست دا ګام وستایه او ټینګار یې وکړ، چې باید د عامه پوهاوي پروګرامونه لا پیاوړي شي، ترڅو نوی نسل د اسلامي امارت اتلان وپېژني او د هغوی د سرښندنو او قربانیو څخه خبر شي، ښاغلي انوري زیاته کړه؛ د کتابونو، مجلو او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې د مجاهدینو د کارنامو په اړه د خلکو ذهنیت مثبت کیدای شي او باید له دغو امکاناتو ګټه واخیستل شي.
د پروان والي همدا راز وویل: د دې ولایت ستراتیژیک موقعیت ته په کتو اړتیا ده چې د عامه پوهاوي هڅې لا زیاتې شي، نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دې موخې لپاره د ولایت مقام هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
په پای کې، د جهادي ارزښتونو د ساتنې ریاست پلاوي ژمنه وکړه، چې د پروان ولایت د مجاهدینو د جهاد حقایق به په مستند او واقعي ډول خلکو ته ورسوي او په دې برخه کې به جدي هڅې وکړي.

۱۴۴۶/۷/۲۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۱ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS