د جهادي ارزښتونو او تاریخ د ژوندي ساتلو په موخه د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست په فعالیت پیل وکړ

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۷:۵۳
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر ښاغلي ملا خیرالله خیرخواه د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست د فعالیتونو د پیل په موخه د اړوند رئیسانو سره لومړنۍ ناسته وکړه. 

ښاغلی خیرخواه صاحب وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یاد ریاست په چوکاټ کې درې مهم فعالیتونه تر سره کوي، چې له سمعي او بصري، جهادي موزیم او مستند تاریخ څخه عبارت دي. 

خیرخواه صاحب زیاته کړه؛ د دغه ریاست اصلي موخه دا ده، چې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د مېړانې او سرښندنو مستند مواد راټول او په یوه مشخص ارشیف کې وساتل شي.

د وزیر صاحب په وینا؛ د دغه عمومي ریاست د جهادي موزیم برخه به د انګریزانو، پخواني شوروی اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهاد په ډګر کې پاتې شوي اثار راټول او یوځای کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د دغه ریاست له لوري مستند تاریخ به د مجاهدینو د قربانیو، محاسن،  مبارزې، سرښندنو، د اشغالګرو د ظلمونو، وحشت او همدارنګه د افغان ولس د مظلومیت ښکارندويي کوي، چې پر واقعیت به ولاړ او له هر ډول لاسوهنې پرته به راتلونکو نسلونو ته وړاندې شي، د دغه کار اهمیت دا دی، چې د افغانستان راتلونکو نسلونو ته د خپلو اسلافو همت او قربانۍ بیانوي او هغوی به په دې توګه خپل ريښتیني اتلان وپېژني،

ښاغلي خيرخواه ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به خپل ټول امکانات په کار واچوي، څو دغه ریاست ټاکل شویو موخو ته په ښه ډول ورسېږي. 

۱۴۴۶/۵/۲۲ ھ ق

۱۴۰۳/۹/۴ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS