د تخار په ورسج ولسوالۍ کې له تاريخي آبداتو ليدنه وشوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۵۲
lkjh

د تخار ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي ذبيح الله انصاري ورسج ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د شيخ ولي الله له زيارت څخه چې يوه لرغونې تاريخي آبده ده ليدنه وکړه.
ښاغلي انصاري د شيخ ولي الله له زيارت څخه د ليدنې پرمهال وويل: تاريخي آبدې د هيواد تاريخي لرغونتوب او هويت ښيي، باید له تخريب څخه يې ډډه وشي.
د ورسج اوسيدونکي وايي: شيخ ولي الله په ( ۱۰۰۰ هـ ق) کال د ماوراء النهر په سمرقند کې وفات شوی، چې د مريدانو له لوري يې تابوت ورسج ته راوړل شوی او د خانقاه په مربوطاتو کې دفن کړل شوی دی، مقبره يې د خانقاه په ۳۰ يا هم څلويښت مترۍ کې جوړه شوې ده، چې تاريخي لرغونتوب يې شاوخوا ۵۰۰ کالو ته رسيږي.
د تخار ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د اسلامي امارت له حاکميت وروسته د سرتاسري امنيت راتلو سره سلګونه بهرنيو او کورنيو سيلانيانو د تخار له تاريخي آبدو څخه ليدنه کړې ده.

۱۴۴۶/۳/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۷  هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS