د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئيس د آغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۱:۲۷
....

تېره ورځ د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له استازو، محمد آصف خادمي، احمد نويد نوري او محمد ذاکر سروري سره ياد ولايت ته د سيلانيانو د جذب په موخه وکتل.
ښاغلي انصاري وويل: تخار ولايت د ډيری تاريخي او تفريحي ځايونو په درلودو سره د افغانستان يو له غني ولايتونو څخه شمېرل کيږي، د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو د ليدنې لپاره د خسده فرخار چمن، په تالقانو کې د زوړ ښار چينه، د ورسج د يغنان حوض، د رستاق ترکان چينه، د کلفګان د سليمان تخت، د دشت قلعه آي خانم او لسګونه نور ځايونه شته، چې تر دې مهاله ورڅخه زرګونه سيلانيانو ليدنه کړې ده.
نوموړي زياته کړه؛ تخار ولايت د سيلانيانو د جذب لپاره د تاريخي ځايونو ترمنځ د سرکونو جوړول، د سيلانيانو لپاره د هوټل جوړول او د ماهيانو فارمونه جوړول ضروري وبلل.
د آغاخان بنسټ استازو د تاريخي ابدو او تفريحي ځايونو د ساتنې، بيارغونې او د سيلانيانو د جذبولو برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅې د قدر وړ وبللې.
 د يادونې وړ ده چې د ا.ا.ا. حاکميت او هېواد کې د سرتاسري امنيت له امله تخار ولايت ته د امريکا، جاپان، يونان، ايران او پاکستان هېوادونو زرګونه سيلانيان د تاريخي او تفريحي ځايونو د لېدو لپاره راغلي دي،

۱۴۴۵/۷/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۴ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS