د تخار اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د مطالعې لپاره کتابونه ورکړل شول
تېره ورځ (١٥ رجبالمرجب ۱۴۴۵ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رياست د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي ذبیح الله انصاري ته ١٤٤ ټوکه دیني او عصري زدهکړو کتابونو ور کړل.
ښاغلي انصاري د کتابونو په ور کړه خوښي څرګنده او مننه یې وکړه، چې دغه کتابونه د تخار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ور کړل شول.
ښاغلي انصاري د تخار له ټولو زدهکړیالانو او زدهکوونکو څخه وغوښتل چې د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون ته مراجعه وکړي.
