د تاریخي ساحو بیارغونه د نظام تر دقیق نظارت لاندې ترسره کېږي
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وايي: په دې ولايت کې د تاریخي ساحو بیارغونه د نظام تر دقیق نظارت لاندې ترسره کېږي.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمد الله متقي وايی: د هرات د پنځم منار د دوهم فاز د استحکام کارونه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر نظارت لاندې روان دي او په دې ولايت کې چې په څومره تاريخي آبدو کارونه روان دي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يې هر اړخيز نظارت کوي.
د نوموړي په وينا؛ د پنځم منار د استحکام د کارونو تر څنګ په جامع مسجد، د مولانا واعظ کاشفي باغ او نورو تاريخي ځايونو هم د رغونې کارونه روان دي، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په پام کې لري چې د هرات ولايت د ټولو تاريخي آبدو بيا رغونه په اساسي ډول ترسره کړي او د تخريب مخه يې ونيسي.
۱۴۴۵/۱۰/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۲/۱۲ هـ ل
