د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د کتاب او کتاب لوستلو اونۍ په مناسبت اوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو

wali_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۴:۴۴
A Seven-Day Book Exhibition was opened by the Beyhaqi Book Publishing Department on the Occasion of Book and Reading Week

 

نن شنبه (۲۱/۱۱/ ۱۴۴۴هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د کابل ښار په زرنګار پارک کې د کتاب او کتاب لوستلو د اونۍ په مناسبت اوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو، چې پکې ۲۰۰ خصوصي ناشرانو زرګونه جلده کتابونه نندارې ته کېښودل.
د یاد نندارتون د پرانېستې پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو معین، د چارو ادارې لوی ریاست استازي، د عامې روغتیا وزارت استازي، د افغانستان خصوصي خپرونو د اتحادیې رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو او ځوانانوګډون درلود.
یاد نندارتون د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پرانېستل شو.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مرستیال، مولوي سید نجیب الله هاشمي د قرانکریم او کتاب په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل په افغانستان کې د بیهقي ریاست له لوري په لومړي ځل د افغان خطاطانو په لاس لېکل شوی درسي تجویدي قرآن کریم په رنګینه چاپي بڼه بازار ته وړاندې شو.
ورپسې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو معین، مولوي صیب حبیب الرحمن منصور خبرې وکړې او ویې ویل، یوازې کتاب دی چې انسانان د کامیابۍ په لاره برابروي او له ګمراهۍ څخه یې ساتي او زیاته یې کړه چې کتاب د ژوند لارښود دی او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د مطالعې د دود را ژوندي کولو ته وده ورکړي.
همدا راز د عامې روغتیا وزارت استازي قاضي پامیر وویل، دا ډول نندار تونونه ټولې نړۍ ته ور په ګوته کوي چې دلته اوس هم تعلیم ته اړتیا شته او تر څلويښت کلنې جګړې وروسته اوس هم موږ له تعلیم سره علاقه لرو.
ورپسې د اداري چارو استازي د بیقهي کتاب خپرولو ریاست دا ډول کړنې وستایلې او یاد نندارتون یې د مطالعې د دود د ترویجولو لپاره اړین وباله.
د یاد نندارتون ګډونوالو د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د دا ډول نندارتونو جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او دېته د ورته نندارتونونو جوړولو غوښتنه یې وکړه.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS