د بلخ اطلاعاتو او کلتور رياست کې د فريلانسينګ برنامې لپاره ازموينه واخيستل شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۲۳:۲۳
......

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت په پام کې لري چې د فريلانسينګ تخصصي ښوونيزې برنامې لپاره د هېواد له هر زون څخه شپږ تنه ځوانان د آزادې سيالۍ له لارې وټاکي.
د ياد پروګرام لپاره د بلخ اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو په آمريت کې ۶۰ تنو ځوانانو نومليکنه کړې وه، چې له يادې ډلې څخه ۱۹ تنه شارت لست او له ازموېنې وروسته به شپږ تنه بريالي کسان د هېواد مرکز کابل ته د فريلانسينګ تخصصي ښوونيزې برنامې د درې مياشتنۍ زده کړو لپاره لیږي.
د بلخ اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح الله نوراني د ازموينې له بهيره د ليدنې پرمهال وويل: دغه برنامه د ځوانانو چارو معينيت له لوري پيل شوې، چې د زده کړې پرمهال یې ټول لګښت، امکانات او د اوسېدو ځای د اطلاعاتو او کلتور وزارت ورته برابروي.
د زده کړو ترلاسه کولو وروسته به خپلو زونونو کې په دوامداره ډول نورو ځوانانو ته په اړونده برخه کې زده کړې ورکوي.

۱۴۴۵/۳/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS