د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکري ودې لپاره علمي سمینار ترسره شو

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳۶
..

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د چارو آمریت لخوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ د څو مکتبونو زده کوونکو ته علمي او فکري سمینار جوړ شو.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د چارو آمریت مسؤل حافظ عبدالرحمن محمدي وویل: په دې سمینار کې د مکتبونو ګڼ شمېر زده کوونکو ګډون کړی وو، د سمینار په ترڅ کې د اسلامي شریعت قوانینو پر بنسټ د ځوانانو د مسؤلیتونو او بیدارۍ په اړه بحثونه وشول.
نوموړي د دې سمینار له ترسره کولو څخه موخه د ځوانانو د فکري ودې او په رضاکارانه فعالیتونو کې د همږغۍ پراختیا یاد کړل او زیاته یې کړه؛ دا ډول سمینارونه به په دوامداره توګه د ځوانانو د علمي او فکري ظرفیتونو د لوړولو لپاره په تعلیمي او تحصیلي ادارو کې ترسره شي.
د رضاکاره ځوانانو مسؤل ډاکټر محمد عوض د سمينار ګډونوالو ته د خبرو پرمهال په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د بې وزله ماشومانو لپاره د وړیا ژمنيو کورسونو د پرانیستو خبر ورکړ. 
نوموړي زياته کړه؛ د مرکزي بغلان ولسوالي اوسیدونکي د ځوانانو چارو آمریت له هڅو ستاینه کوي او له مسؤلينو غوښتنه کوي، چې د یادې ولسوالۍ ځوانانو ته زیات پام وکړي.

۱۴۴۶/۵/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۶ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS