د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس جلګې ولسوالۍ ته د کلتوري وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ
تیره ورځ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنگ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د یوه پلاوي په مشرۍ د جلګې ولسوالۍ د کلتوري وضعیت د ارزونې په موخه دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د جلګې ولسوال مولانا شمس الرحمن خالد، د استخباراتو مدیر او قومي مشرانو سره په دغه ولسوالۍ کې د کلتوري وضعیت د لاښه کېدو په موخه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د کلتوري وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې د حکومت ترڅنګ د ولسونو مسؤلیت هم دی.
نوموړي په یرم علیا او خواجه هجران زیارت سیمو کې ځايي قومي مشرانو، د کلیو ملکانو او ځوانانو سره د جلګې د کلتوري او ټولنیز وضعیت د هر اړخیزې ودې په لارو چارو هم خبرې وکړې او د مسؤلینو تر څنګ یې له ولسي خلکو وغوښتل چې د خپل هیوادني مسؤلیت له مخې دې په خپلو سیمو کې د تاریخي میراثونو د ساتنې مسؤلیت ته ژمن پاتې شي، تر څو لرغوني او کلتوري میراثونه د تخريب او له منځه تلو له ګواښ څخه وژغورل شي.
د جلګې ولسوالۍ مسؤلینو، ځوانانو او ځايي مشرانو ژمنه وکړه چې د کلتوري میراثونو د ساتنې سربیره به هڅه وکړي څو اقتصادي، ټولنیز او کلتوري وضعیت ښه لوري ته بوځي او مثبت بدلون به پکې راولي.
۱۲/۸/۱۴۴۴ ه ق
۱۴/۱۲/۱۴۰۱ ه ش
