د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د ولسونو د انسجام غونډه ترسره شوه

rahmatullah
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۲۱:۳۹
بغلانر


نن شنبه ۱۴۴۴/۷/۱۳ هـ ق بغلان ولایت کې د یاد ولایت  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د ولسونو د انسجام غونډه ترسره شوه، چې پکې د خنجان، ده صلاح، بنو، پلحصار، دوشي، تاله او برفک ولسواليو مسئولینو، ديني عالمانو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي مولوي اسدالله "مصطفى هاشمي" غونډې ته په وینا کې وويل: د ا.ا.ا. د ټولو ګډ کور دی، باید ورته په ګډه کار وکړو، نوموړي زیاته کړه، د هیواد او نظام د پرمختګ لپاره د نظام او ولس ترمنځ انسجام اړین دی، چې لله الحمد نننۍ غونډه یې شاهدي ورکوي.
ورپسې د غونډې ګډونوالو له مسئولینو سره خپلې ستونزې او مشورې شریکي کړې او زیاته یې کړه، چې ا.ا. زموږ کور دی، ددې کور د ودانولو لپاره په ګډه کار کوو.
غونډه په دعا پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د جلګې، برکې ولسواليو د مخورو علماوو او ځوانانو په شتون کې په نهرين ولسوالۍ کې هم ورته غونډه ترتیب شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS