د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست یو شمېر مرغان له ښکاریانو خوشې او طبعیت ته آزاد کړل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۱:۳
....

د بغلان د امنیتي او کشفي ارګانونو په هڅو د ښکاریانو یوه ډله نیول شوې، چې اتیا ډوله بېلابېل الوتونکي مرغان ورڅخه اخیستل شوي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري طبیعت ته آزاد  شول.
په دې اړه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني وايي: د ښکاریانو یوې دیرش کسیزې ډلې د بغلان ولایت، د دهنه غوري ولسوالۍ د لرخابیو د دښتې په نواقلو سیمه کې اتیا ډوله بیلابیل  الوتونکي مرغان ښکار کړي و، چې ټول د کشفي او امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
 ښاغلي حقاني طبیعیت ته د دې مرغانو د ازادولو پرمهال وویل: چې وروسته تر دې په دې ولایت کې هیڅوک حق نه لري چې ښکار وکړي.
په همدې مهال ګل رحمن، حمیدالله او سردار درې هغه ښکاریان چې دغه مرغان یې ښکار کړي وايي، چې وروسته تر دې به په ښکار  ونه کړي او نه به هم چاته په خپله سیمه کې اجازه ورکړي چې الوتونکي مرغان ښکار کړي.


۱۴۴۵/۵/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

BACK TO NEWS