د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ملکیتونه ثبت او اسناد به ورته جوړ شي
د باميانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفي الله رائد وایي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملکیتونو د آمریت استازي باميانو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ملکیتونو د ثبت او اسنادو جوړولو چارې پیل کړې.
د ښاغلي رائد په خبره، یاد استازي دنده لري، ټول هغه ملکیتونه چې د دغې رياست اړوند دي، وروسته له سروې سکج او د ثبت کتاب ته ورسوي او هغه فورمه چې د دولتي ملکیتونو د ثبت لپاره ځانګړې شوې، ډکه کړي.
ښاغلي رائد د دغه پلاوي د ورتګ هرکلى وکړ او د دولتي ملکیتونو ثبتول يې اړین وبلل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملکيتونو عمومي مدیر محمد امين افکاري وایي، څه وخت مخکې يې په ولايتونو کې د دغه وزارت د ملکيتونو د ثبتولو لړۍ پيل کړې وه او لا تر دا مهاله روانه ده، چې د هېواد په څو ولایتونو کې دا پروسه بشپړه شوې اوس په بامیانو ولایت کې جریان لري.
۱۴۴۵/۱/۱۲ هــ ق
۱۴۰۲/۵/۷ هـ ش
