د باميانو له تاريخي سيمو څارنه ترسره شوه
دوشنبه (۲۳ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي صفی الله رائد ددې ولايت دوو تاريخي سيمو ( سرخدر او شهر شاهي) ته د سفر پرمهال له دې ځايونو څخه څارنه وکړه.
مولوي صفی الله رائد د خپل سفر موخه ددې تاريخي سيمو له وضعيت څخه د ځان خبرول ياد کړل او ويې ويل: د باميانو ټولې تاريخي سيمې ډيرې ارزښتمنې دي، باید په سم ډول ترې ساتنه وشي، په همدې موخه مو نن ددې دوو تاريخي سيمو د زیانمنو ساحو څخه د ليدنې په موخه څارنه وکړه.
ښاغلي رائد د خپل سفر په ترڅ کې د (۰۱۲) قطعې مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه، چې په سمه توګه ددې تاريخي سيمو وضعيت وڅيړي او په يادو سيمو کې خپلسرو کارونو ته اجازه ورنکړي.
۱۴۰۳/۵/۸ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۹ میلادي
