د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ضحاک د لرغوني ښار د بيارغونې له بهير څخه ليدنه وکړه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۰:۵۰
....

د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفي الله رائد د دغه رياست له يو شمېر کارکوونکو سره يو ځاى د ضحاک د لرغوني ښار د بيارغاونې له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه.
دوی د دغه لرغوني ښار د بیارغونې له چارو څخه چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې، لیدنه وکړه او په یاده سیمه کې یې کار کوونکو انجینرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ښاغلي رائد له دغې پروژې څخه د کتنې او ليدنې په ترڅ کې وويل: دا ډول پروژې د باميانو د تاريخي آبداتو د ساتنې لپاره ډېرې مهمې او ارزښتناکې دي.
د ښاغلي رائد په خبره: د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي هغه بنسټونه چې د لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې کار کوي قانع کړي چې د دغه ولايت د تاريخي آبداتو د بيارغاونې او ساتنې لپاره کار وکړي.


۱۴۴۵/۵/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS